د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د دغه هېواد پر اودیسا، سومي، چرنیهیف او څو نورو مهمو ښارونو پراخ ډرون او توغندیزو بریدونه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، په دې بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز ویل شوي، په چرنیهیف ښار کې د ډرون بریدونو له امله څو ځایه اورلګیدنې رامنځته شوي چې ګڼو کورونو، تجارتي ځایونو او صنعتي تأسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د اوکرایني ځواکونو له خوا د روسيې پر مهمو پوځي هډو له بریدونو وروسته روسي چارواکو د غچ اخیستنې ګواښ کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version