د راپورونو له مخې د مکسیکو په سویلي ایالت ټباسکو کې د یوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې ۳۸ کسان مړه شوي دي.

پېښه له لارۍ سره د بس د ټکر له امله رامنځته شوې او له ټکر وروسته دواړه موټرې په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

ځایي چارواکو ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنه کوي تر څو معلومه کړي، چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطي له امله رامنځته شوې، که لامل یې بل څه وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version