د افغانستان د کورنۍ جګړې لوبغاړو یو ځل بیا د پاکستاني استخباراتو (آی ایس آی) په مرسته هڅې پیل کړي، چې د افغانستان ولس د تېر په څېر یو ځل بیا د پردیو استخباراتي کړیو په مرسته په وینو ولمبوي؛ دوی یو ځل بیا د افغان وژنې اراده بهرنیانو ته د پانګونې په موخه لیلام کړې ده.
د پخوانیو جنایتکارانو په تېرو جنایتونو لا هم کلي او کوڅې رنګ دي، لا هم د وینو بوی ترې پورته کېږي؛ که همدې جنګ سالارانو د شرم او عزت په نوم څه پېژندلای، اوس به یې په هېواد کې پر هېوادوالو شته امن لورېدلی و، د همدې رټل شویو او خناسو جنګ سالارانو هغه تاریخ لا په وینو لوند پروت دی، چې پرون تېر شو.
دوی د افغانستان پر ولس بې شماره ظلمونه کړي، تاریخ یې په یادولو شرمېږي؛ دغه هېواد پلورونکي اوس په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نه لري، همدې خناسو څېرو د افغانستان عفیفې مسلمانې ښځې د کابل او ولایتو په لارو او کوڅو کې بې عزته او بې عفته کړې، کاش دوی ته هغه جنایات ور په زړه شي چې پرون یې وکړل؛ د دوی پر جنایاتو هیڅ افغان او نړۍوال سترګې نشي پټولای.
د هېواد کوڅې، واټونه، لارې او ولسونه اوس هم د همدې جنایتکارو په وحشتونو دا قرار نغارې وهي، همدا جنګ سالاران د افغان ولس له فکر، عقیدې او کلتور څخه بېرون د استخباراتي شبکو لاسپوڅي دي او وي به؛ همدا اشخاص چې اوس په ترکیه کې د پاکستان د استخباراتي شبکې (آی ایس آی) پر لمن خوبونه کوي، دوی له وخته افغان ټولنې ونه زغمل او له اوله یې استفراق کړل.
د هېوادوالو لا هم هغه خاطرې نه دې هېري چې د دوستم ملېشو په کابل کې ځوانې ښځې، هلکان او ماشومان د چوکونو په سر بې عزته کړل، د سیاف هغه مظالم به څوک هېر کړي چې د هېواد پر هرازه قوم یې وکړل، د څو نورو هغه پلورل شویو هزاره وو د ظلم داستانونه هم د ملت په ذهن کې انځور دي چې د پښتنو ښځو او نارینه وو په سرونو کې یې مېخونه ټک وهل، د همدې جنایتکارو هغه ظلمونه د ټولو هېوادوالو یاد دي چې کابل یې لوټ کړ، افغان ښځو د خپل عزت ساتلو په خاطر د همدې وحشیانو له ډاره د دنګو، دنګو ودانیو له سرونو ځانونه را ګزار کړل، مګر نن بیا دغه وږي لېوان راټول شوي او پاکستاني استخبارات یې تر لمن ټینګ نیولي، له دوی څخه امکانات غواړي، څو هېواد ورباندې وپلوري.
افغان ملت اوس ویښ دی، دوی یې له مخکې رټلي او شړلي دي. دوی له پخوا د پردیو استخباراتي ادارو لاسپوڅي افغان وژونکي وو، اوس چې بیا ور ټولېږي، د افغان وژنې د نویو پروژو اخیستلو په لټه کې دي، خو ملت به همېشه د دوی په وړاندې مبارزه کوي او هیڅ چا ته به د هېواد د پلورلو اجازه ورنه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.