د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې د میدان وردګ ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه نږدې ۶۰۰ پولیس له مسلکي زدکړو فارغ شوي.

فراغت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال، ملا رحمت الله نجیب حاجي د دغه ولایت مرستیال والي او ګڼو نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

ویناوالو په خپلو خبرو کې، خوښي څرګنده کړې، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې داسې وړ او مسلکي پولیس فارغېږي او ولس ته د خدمت ژمنې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version