هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د کورمې ولسوالۍ په شوبک سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر یوه مرکز برید کړی.

سرچینه زیاتوي، برید پرون سهار د یاد رژیم د سرحدي لواء پر ۱۲۲م وېنګ (ټولي) شوی، چې په ترڅ کې یې درې تنه هلاک او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځي رژیم چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تر سخت پوځي فشار لاندې دی، په دې اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو تېره ورځ ګلګت‌بلتستان ایالت کې هم د یاد رژیم پر یوه پوځي مرکز ډرون برید کې ۱۲ عسکر هلاک او ټپیان کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version