‏د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وایي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ناروې له شارژدافیر پير البرټ الساس سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او بشري موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ښاغلي تکل په وینا، په دې لیدنه کې ښاغلي متقي له نړیوالو سره پر مثبت تعامل او متقابل احترام ولاړو اړیکو ټینکار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې تعامل وکړي.

بل خوا، د ناروې شارژدافیر په دې لیدنه کې ویلي چې، ناروې به له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي او فعالیتونه به یې دوام ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version