د راپورونو له مخې، د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي الوتکه نن دوشنبه فرانسې ته د سفر پرمهال د پاکستان او بیا د افغانستان له هوايي حریمه تېره شوې. نوموړي د تل په څېر د پاکستان حکومت او ولس ته د نېک نیتۍ کوم پېغام هم نه دی پریښی.

راپورونه کاږي چې، مودي لپاره ځانګړې شوې د هندي هوايي ځواک «بوئنګ – 777» الوتکه د پاړا چینار په حدودو کې د افغانستان هوايي حریم ته ننوتلې، د افغانستان هوايي حریم که څه هم تړلی خو د نوموړي الوتکې ته اجازه ورکړل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version