د ناټو عمومي منشي مارک روټه په تازه څرګندونو کې ویره ښودلې چې دغه ټلواله به د روسیې د راتلونکي برید هدف وي.
نوموړي ویلي، مونږ د روسیې راتلونکی هدف یو؛ پوتین یو ځل بیا د امپراتورۍ جوړولو هڅه کوي.
روټه تور پورې کړی، چې د روسیې د جګړهییزو اهدافو تر شا د چین ملاتړ شتون لري او په خبره یې که بیجېنګ د کرملېن ملاتړ ونکړي؛ روسیه جګړې ته دوام نهشي ورکولای.
د ناټو عمومي مشر هغه باورونه هم ناسم بللي، چې ګواکې د اوسنۍ نړۍ حالات د لویدیځ په ګټه څرخي.
