د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم ننگرهار ته د خپل کاري سفر پر مهال د ننگرهار خوږیاڼیو ولسوالۍ ته تللی دی او د وزیرو د تنگي بند سیمه یې له نږدې لیدلې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې سفر کې د ډاکټر فاروق اعظم سربېره د ننگرهار سیندیزې حوزې رئیس سید فاضل احمد هاشمي او نورو مسوولینو هم برخه لرله، چې د ننگرهار د اوبو سرچینو د غوره مدیریت او د انرژۍ د تولید په اړه یې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د فاروق اعظم له قوله ویل شوي، چې ننگرهار ته به ځانگړې پاملرنه کېږي.: «د اوبو او انرژي وزارت سلاکار او ورسره مل د ننگرهار سیندیزې حوزې مسوولینو د ننگرهار د خوږیاڼیو ولسوالي اړوند په وزیرو تنگي کې له هغه بند څخه هم لیدنه وکړه، چې د ننگرهار د سیندیزې حوزې له خوا یې تخنیکي سروې شوې ده.»

د وزیرو تنگی د ننگرهار، خوږیاڼیو ولسوالۍ په سوېلي طرف او د سپین غره د منځنۍ برخې په شمالي طرف کې پروت دی، سیاسي اهمیت یې ځکه ډېر دی چې د پښتونستان له پاړه چنار، د شېرزادو ولسوالي، خوږیاڼیو ولسوالي، پچیر اگام ولسوالي او د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالي له یو بل سره نښلوي. د وزیرو تنگي د اوبو مهار کولو پروژه د شهید سردار محمد دواود خان د پینځه کلن ماستر پلانونو یوه برخه وه.

د وزیرو تنگی د کال په شپږو میاشتو کې د واورې او ورښت په کافي اندازه اوبه لري(دقیق مقدار یې معلوم نه دی) او د کال په نورو شپږو میاشتو کې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰۰ متر مکعب اوبه د پخو چینو لري، چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ مختلفې قریې ورڅخه خړوبېږي.

د اوبو چارو کارپوهان وايي، که په یاده سیمه د اوبو بند جوړ شي، د هېواد او په ځانگړي ډول د ختیځ زون د ځمکې اوبو ذخیرې به تقویه (Ground Water Recharge) شي، چې د خوږیاڼیو ولسوالي په مکمله توگه او د سره رود ولسوالي به %۸۰ خړوبه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version