د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس، زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو مسئولينو تر منځ د هرات برښنا ثبات او پياوړتيا په موخه د نږدې ۴۱ ميليونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسليک شول.
برښنا شرکت وایي، له نورالجهاد سبسټېشن څخه تر پُلِ هاشمي او له پُلِ هاشمي سبسټېشن څخه د حوت ۲۴مې شهیدانو سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کيلو ولټ برښنا لېږد مزي غځول، پُلِ هاشمي او د حوت ۲۴مې شهیدانو سبسټېشنونو جوړول او په نورالجهاد سبسټېشن کې د لین «بي» پراختيا د تړون اساسي پروژې دي.
د یاد شرکت په وینا، د برښنا ثبات او پياوړتيا په موخه به دا پروژې د دوه کلونو په موده کې بشپړې شي، چې له مخې به یې هرات له ډاډمنې برښنا برخمن شي.