د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت وايي، د یاد وزارت چارسمبالي وزیر نجیب الله حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شېنگ سره لیدلي دي او په گڼو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل او چین د تاریخي روایاتو له مخې اوږدې اړیکې لري او تر ډېره بریده دا اړیکې ټولنیزې او اقتصادي پاتې شوي، چې اوسمهال هم د افغانستان او چین تر منځ د ملي گټو په پام کې نیولو سره د متقابل درناوي اړیکې روانې دي.: «افغانستان د جغرافیوي موقعیت له مخې هغه هېواد دی چې د اسیايي هېوادونو د وصل مرکز گرځېدای شي او که چین وکولی شي د بدخشان تر واخان او خپلې پولې پورې د نوري فایبر کیبل وغځوي افغان لوری به ډېر ژر د افغانستان دننه خپل کیبل تر سرحدي سیمو ورسوي تر څو له دې لارې چین سره د نوري فایبر کیبل له طریقه وصل شو او چین هم کولی شي د اوږدو لارو پر ځای پر لنډو لارو اسیايي هېوادونو سره د نوري فایبر له طریقه ځان ونښلوي.»

په خبرپاڼه کې د چین له حکومت مننه شوې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسلکي کادرونه یې د روزنې په موخه چین ته بللي وو او اوس هم هلته په زده‌کړو بوخت دي.په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي، سفارت یې هڅه کوي چې چینايي پانگه‌وال د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانگړې توگه د مخابراتو په برخه کې پانگونې ته وهڅوي.: «د دواړو هېوادونو گټو ته په کتو سره اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې کوو او د افغانستان جغرافیوي موقعیت څخه په گټه اخیستنې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یوه مهمه نقطه ده گټه واخیستل شي.»

د چین ویلي، بېجینگ د افغان کادرونو د روزنې او پرمختگ لېوالتیا لري او هڅه کوي افغانانو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې. :«دوی لېواله دي چې د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي او په دې برخه کې به خپلو مسلکي او د دې برخې ماهرینو سره خبرې کوي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یوې گډې کمېټې ته دنده سپارل شوي یاده موضوع وڅاري او وروستی راپور دې د وزارت سره شریک کړي.افغانستان اوسمهال له ازبېکستان او پاکستان سره د نوري فایبر له لارې نښلول شوی دی.

افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې مخابراتي اړیکې او انټرنېټ پکې په لوړه بیه پلورل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version