ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۹/۲۶ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: کاپیسا کې د ۶۸ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

۲_غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۳_صنعت او سوداګرۍ وزارت: له افغانستان څخه چین ته د صاداراتو پر زیاتوالي خبرې شوي.

۴_روزا اوتونبایو امنیت شوری ته د خپلې وروستۍ وینا په اړه مولوي امیرخان متقي ته معلومات ورکړي.

۵_د امريکا د استخباراتي ادارو ګډ کلنی راپور؛ د افغانستان له خاورې امريکا ته ګواښ نه شته.

۶_خبريال او ټولنيز فعال ميرويس افغان: د امريکا د استخباراتي ادارې کلني راپور افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستان ادعا دروغ ثابته‌ کړه.

۷_د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې نږدې ۳۵ زره بهرمېشتو افغانانو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_نامعلومه وسله والو د پاکستان مشهور خبريال وحيد مراد تښتولی.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د متحده عربي اماراتو امير، ټرمپ سره د غزې د اوربند په اړه ټيليفوني خبرې کړي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_جنوبي کوریا کې د پراخې اور لګېدنې له امله ۱۸ کسان مړه شوي.

۲_کوېټ پر سوریې د اسرائیلي رژیم وروستي بریدونه وغندل.

۳_سعودي عربستان د سوریې پر کویا کلي د اسرائیلي رژیم بریدونه وغندل.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version