ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۱۰/۲۴ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_مولوي عبدالکبیر: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.
۲_کابل کې د روسیې سفير د اوبو او انرژۍ وزير ته په کازان اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې.
۳_ملي دفاع وزارت: د ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې ۳۳ میله سپکې اودرنې وسلې کشف او ترلاسه شوې.
۴_کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
۵_د کورنیو چارو وزارت مرستیال کابل کې د قطر د سفارت له شارژدافیر سره کتلي.
۶_د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ تنه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱د اسرائیلي پوځ د احتیاطي برخې جنرال اسحاق بریک: زمونږ پوځ له حماس څخه لویه ماتې خوړلې؛ نه یې د جګړې هدف ترلاسه کړ او نه یې بندیان راخلاص کړای شو.
۲_د بيلجيم مشهور ژورنالست ميشيل كولون: فلسطينيان بېخي قوي او نه ماتېدونکي خلک دي او اسرائيل د ګډوډۍ په لور روان دی.
۱_ټرمپ: د ایران، اوکراین او روسیې په اړه زموږ غونډې ښې وې.
۲_د امريکا د کورني امنيت د وزيرې لاسي بکس غلا شوی.
۳_د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې ستر بريد؛ د د يوه اسرائيلي سيلاني په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.