ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۱۱/۱ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_مولوي امیرخان متقي او د قطر لومړي وزیر پر سیمه‌ییزو مسائلو خبرې کړي.

۲_د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند: محتسبینو تېر کال په ټول هېواد کې ۹۳۵ تنه کوډګر نیولي.

۳_د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ولمانځل شوه.

۴_اقتصادي معاونیت: کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې.

۵_چينايي پانګه وال: د افغانستان ډاډمن امنيت او د افغانانو ښه چلند هڅولي چې دې هېواد کې د پانګونې لپاره پاتې شي.

۶_محتسبینو میدان وردګ کې یوه مېرمن له ۱۶ کلن کورني تاوتریخوالي وژغورله.

۷_امنیتي ځواکونو هلمند کې لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات نیولي.

– [ ] سیمه:
۱_جنوبي وزیرستان کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

۲_د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف: د هند له لوري پر پاکستان نظامي يرغل تر بل هر وخت نږدې دی.

۳_باجوړ کې د پاکستاني طالبانو او پوځي ملېشو‌ ترمنځ درنه جګړه؛ تر دې دمه شپږ پوځيان هلاک شوي.

۴_د ایران اونر پارسیان شرکت کې زوروره چاودنه؛ یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

– [ ] منځنی ختیځ:
۱_د یمن پر صعده د سعودي توپخانه‌یي بریدونه؛ یوه ښځه شهیده او درانه زیانونه یې رامنځته کړي.

– [ ] نړۍ:
۱_فایننشيل ټایمز ورځپاڼه: پر امريکا د اروپا د ړوند باور له امله ناټو د تاريخي سقوط په درشل کې ده.

۲_د کاناډا لېبرال ګوند د دغه هېواد فدرالي ټاکنې وګټلې.

۳_د يمن په جګړه کې ښکېله د امريکا د سمندري ځواک F-18 جنګي الوتکه سره سمندرګي ته لوېدلې.

۴_احمد الشرع اسرائيلو سره د اړيکو عادي کېدو‌ يا ابراهيمي تړون کې ګډون رد کړ.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version