ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۶ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_د پاکستان له زندانونو ۴۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

۲_د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې بلخ کې د اسان خدمت مرکز پرانیست.

۳_د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی.

۴_ننګرهار کې دوه ځایه لګېدلي اورونه پر وخت مهار او د لازیاتو زیانونو مخنیوی شوی.

– [ ] سیمه:
۱_د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصادي حالت؛ تېره مياشت له ۳.۴ ميليارده ډالر سوداګريز کسر سره مخ و.

۲_د ایران بهرنیو چارو وزیر سبا دوشنبه پاکستان ته سفر کوي.

۳_بلوڅ بېلتون پالو منګوچهر کې پنځه پاکستاني پولیس له وسلو او مهماتو سره نیولي.

۴_ايران کې تېره مياشت لږ تر لږه ۱۱۰ کسان اعدام شوي.

– [ ] منځنی ختیځ:
۱_صهيونيستي رژيم په تېرو اته څلوېښت ساعتونو کې ۷۷ تنه فلسطيني وګړي شهيدان کړي.

– [ ] نړۍ:
۱_اوکراين په لومړي ځل د روسیې پیاوړې سوخو-۳۰ جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې.

۲_بریتانیا کې د څلورو ایرانیانو په ګډون پنځه تنه د ترهګرۍ په تور نیول شوي.

۳_ترکيې د نتنياهو الوتکې ته په خپل هوايي حريم د تګ اجازه نه ده ورکړې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version