ورځ او نېټه: سه‌شنبه ۱۴۴۷/۲/۱۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_تورخم کې پاکستان ته د لسګونه قیمتي الوتونکو د قاچاق هڅه ناکامه شوه

۲_د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ قرغزستان ته ولاړ.

۳_نیمروز کې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.

۴_د کورونو کرايې د کنټرول کمېټه وايي هېڅوک حق نه لري، چې د خپلو کورونو کرايه لوړه کړي.

۵_د اقتصادي کميسيون نوبتي غونډه کې د عايداتي فرصتونو راپور تائيد شو.

۶_پنجشېر کې د یوې ازادې داوطلبۍ له‌ لارې د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول.

  • [ ] سیمه:
    ۱_امریکا د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بهرنیو ترهګرو ډلو په نوم لړ کې شامل کړ.

۲_د ايران د خراسان ولايت والي حسين مظفري‌: که د صنعت د ودې په برخه کې ګړندي ګامونه پورته نه کړو، کېدای شي له افغانستان شاته پاتې شو.

۳_بلوڅ بېلتون پالو د يوه افسر په ګډون نهه پوځيان وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي.

۴_د پاکستاني طالبانو ځانګړي ځواک په يوه کمين کې ۱۵ پوځيان وژلي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_ټرمپ: له پوتین سره به یې راتلونکې لیدنه رغنده وي.

۲_د امریکا پنسلوانیا ایالت کې چاودنو ۱۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version