ورځ او نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳ ھ ق.

– [ ] افغانستان:

۱_په منځني ختیځ کې د کړکېچونو له ډېرېدو سره، د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوي.

۲_هندي شرکتونه غواړي د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

۳_تېره میاشت له ایران څخه نږدې ۲۴۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.

۴_هندي کان کېندونکي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګه اچونه کوي.

۵_د افغان سرې میاشتې مشر مولوي شهاب الدین دلاور له قزاقي چارواکو سره لیدلي.

– [ ] سیمه:

۱_د ایران په شمال کې د داعش درې غړي نیول شوي.

۲_بهرنيو چارو وزارت: پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښنې وړ ده.

۳_پر اسرائیلو بريد کوونکي د سپاه پاسداران قومندان ته مډال ورکړل شو.

– [ ] مینځنی ختیځ:

۱_اسرائيلو په غزه کې تر دې دمه ۸۱۴ جوماتونه‌ او ۱۹ هديرې بمبارد او ويجاړې کړي.

۲_اسرائيلو لبنان کې د حماس غورځنګ يو مشر او کورنۍ یې شهيدان کړي.

۳_ايمانويل مکرون: فرانسه نور اسرائيلو ته هېڅ ډول وسلې نه ورکوي.

۴_حزب الله: تېرو څو ورځو کې مو له ۱۵۰ ډېرو اسرائيلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version