ورځ او نېټه: ۱۴۴۶/۲/۷ ھ ق.

– [ ] افغانستان:

۱_پکتیکا کې زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړېږي.

۲_اقتصادي مرستیال د نیمروز خلکو ته: ټولو ستونزو ته مو پر وخت رسېدنه کېږي.

۳_بهرنيو چارو وزارت: د غزې د روانې نسل وژنې مخنيوی دې وشي.

۴_روغتیا نړیوال سازمان: له نشه‌يي توکو سره د حکومت مبارزه جدي ده.

۵_راتلونکې چهارشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

۶_هرات کې د انځرو حاصلات زیات شوي.

۷_‏د راتلونکې سنبلې مياشتې په لومړۍ نېټه د سالنګ لويه لار تړل کېږي.

۸_کابل کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيول شوي.

۹_مسیر ورځپاڼه: افغانستان باید د بهرنیو مرستو د تکیې پر ځای له کورنیو سرچینو گټه واخلي.

۱۰_د ملي دفاع وزارت سرپرست د ترمیم شویو طیارو د پرواز په مراسمو کې ګډون کړی.

۱۱_فاریاب کې د ۱۶ مخابراتي سایټونو فعالولو چارې پیل شوې.

– [ ] سیمه:

۱_خیبر پښتونخوا: شمالي وزیرستان کې د حافظ گل‌بهارد او پاکستاني پوځ تر منځ سخته جگړه روانه ده.

۲_عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو نوماند وزیر وټاکل شو.

– [ ] مینځنۍ ختیځ:

۱_د اوکرايين ولسمشر په روسيه کې د عملياتو پخلی کړی.

۲_سوریه کې د داعش مهم غړی صادق الحجي وژل شوی.

– [ ] نړۍ:

۱_امریکا پر سعودي عربستان د یرغلیزو وسلو د پلورلو بندیز لغو کړ.

۲_امریکايي چارواکي: طالبانو له بند څخه د درېیو امریکايانو خوشې کولو لپاره جدي هڅې کوو.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version