ورځ او نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_فطرت: تیر کال ټول هېواد کې د اوبو د ۳۵۵ کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوي.

۲_تېره اوونۍ ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېل مسترد او بېرته صادروونکو هېوادونو ته لېږل شوي.

۳_لوګر کې د ۱۷ ښوونځیو او مدرسو د بیا‌رغونې چارې پیل شوې.

۴_کابل کې د حمزه «رض» نظامي روزنیز مرکز څخه ۴۱۰ تنه پولیس فارغان شول.

۵_کابل ښاروالۍ:
۲۲ مه ناحیه کې د نوي نښلونکي سړک د دويمې طبقې قير چارې پيل شوې.

۶_لرې پرتو سيمو ته د خدماتو رسولو دوام؛ د زابل په لسو ولسواليو کې روغتونونه جوړېږي.

۷_کابل کې د تېرې شپې اور لګېدنې وروستي جزئيات؛ ۶ تنه مړه او ۹ ټپيان دي.

۸_تېرو ۲۴ ساعتونو کې پولیسو ۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي.

‏۹_پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادره.

۱۰_د سیاسي ګفتمان په غونډه کې د ګفتمان د غړو ترمنځ شخړه رامنځ‌ته شوې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_ایران تېره میاشت د نهو افغانانو په ګډون ۱۶۱ کسان اعدام کړي دي.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د اسرائیلو پوځ لبنان کې د حزب‌الله ډلې د دوو مهمو قومندانانو د وژلو ادعا کړې.

۲_ټایمز‌اف اسرائیل: د غزې په جبالیا سیمه کې درې اسرائیلي پوځیان ووژل شول.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_هسپانیا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېره ۲۱۴ تنو ته ورسېده.

۲_پر اکراین د روسیې ډرون بریدونه؛ تېره شپه یې کیف کې لویې چاودنې رامنځته کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version