ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د روسیې پارلمان د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت لرې کولو ته مثبته رايه ورکړې.

۲_قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره کتلي.

۳_د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو په تېرو اتو میاشتو کې ۱۵۴۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي.

۴_ننګرهار کې په نقلیه وسایطو د لیکل شویو مبتذلو کلیمو د پاکونې کمپاین ترسره شوی.

۵_د کډوالو چارو وزیر د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام.

۶_کابل کې د ترکيې سفارت د خليل الرحمن حقاني شهادت غندلی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پښتونخوا کې له کوهاټ ولايت څخه يو مهم ګروپ د پاکستان د طالبانو غورځنګ سره يوځای شوی.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_له پرله پسې جګړو وروسته د سوریې دیر الزور ښار د تحریر الشام ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

۲_د سوريې مخکښ کيميا پوه او ساينسپوه دوکتور حمدی اسماعيل ندی په خپل کور کې مړ موندل شوی.

۳_سوريه کې د واک د لېږد او خدماتو وړاندې کولو په موخه مؤقت حکومت جوړ شو.

۴_فلسطين کې د صهيونيستي اسرائيلو پر وړاندې جنګېدونکي حماس اسلامي غورځنګ د خپلې پوځي څانګې القسام ځواکونو يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د غزې په رفح ښار کې د راکټ په وسيله د صهيونيستي رژيم يو ټانګ په نښه او له منځه وړي.

۵_د بشار الاسد حکومت وپرځېد، بشار الاسد وتښتېد او ټوله سوريه ازادي غوښتونکو ونيوله.

۶_پر سوریې د پخواني حاکم دکتاتور رژیم په تر ټولو وحشي زندان صیدنایا کې د یوې بندي شوې سوریایۍ مېرمنې رواني حالت او پر مخ یې د شکنجې نښې له ورایه معلومېږي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version