ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۱۴ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_اترا اداره: هېواد کې د مخابراتو په برخه کې دوه اعشاريه اته مليارده ډالره پانګونه شوې.

۲_د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څه باندې شل زره جریبه امارتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ وسله ‌والو په دوو جلا بریدونو کې دوه پاکستاني پوځیان وژلي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_سومالیا کې د القاعده غورځنګ د پوځي څانګې په بریدونو کې حکومتي ملېشو ته مرګ‌ژوبله اوښتي.

۲_قطر وايي چمتو يو چې له سوریې سره د ۲۰۰ ميليونه ډالرو سمدستي مرسته وکړو.

۳_د امریکا په ویسکانسن ایالت کې په یو ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۴_له یمن څخه پر اسرائیلو د هایپرسونیک توغندي برید؛ د یافا په نوم سیمه یې په نښه کړې.

۵_فرانسه کې د توپان له امله د وژل شويو شمېر له زر کسانو اوښتی.

۶_د روسیې د کيميايي او بيولوژيکي دفاعي ځواکونو مشر په يوه چاودنه کې وژل شوی.

۷_رمضان قديروف: تحريرالشام غورځنګ بايد د ترهګرو له لېست څخه و اېستل شي.

۸_د بشارالاسد رژيم په کلني ډول شاوخوا ۲ ميليارده ډالر د وژونکو نشه يي توکو له پلور لاسته راوړل.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version