ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۳ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_پر پکتيکا د پاکستان وحشي بمبارد کې د ماشومانو په ګډون عام وګړي شهيدان شوي.

۲_تاشکند کې افغان سفارت اته افغان بنديان د دغه هېواد له زندانونو خوشې کړي.

۳_د هېواد د روغتيايي سيستم بې ساری پرمختګ؛ په ۳۱۸ ولسواليو کې د عمومي روغتيايي مرکزونو جوړلو چارې پيلېږي.

۴_د احصایې او معلوماتو اداره: تېره مياشت څه باندې ۱۱۰۰ بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی.

۵_بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ.

۶_د زابل د دايچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل يوه موضوع حل شوې.

۷_د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بښنه کړې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستاني طالبانو شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ پر پوسته برید کړی.

۲_بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر موټر ماين چاودنه کې ۶ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

۳_شمالي وزيرستان کې پاکستاني طالبانو له بېګا راهیسې په بېلابېلو بريدونو کې شاوخوا لس پوځيان وژلي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_غزه کې پر ملکي وګړو د اسرائیلو د بریدونو دوام؛ تازه یې لس کسان شهیدان کړي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_بنګله دېش له هند څخه په رسمي ډول د شيخ حسینه واجد د سپارلو غوښتنه کړې.

۲_د یمن حوثیان: که امریکا پر یمن برید وکړي مونږ به هر هغه ځای په نښه کړو چې امریکايي پوځ پکې مېشت وي.

۳_له اذربايجان څخه روسیې ته روانه الوتکه قزاقستان کې لوېدلې او لسګونه کسان پکې وژل شوي.

۴_روسيه غواړي په ۲۰۲۵ کال کې پر واټساپ بنديز ولګوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version