ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۷/۳ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د بلومبرګ د راپور له مخې افغانۍ د نړۍ په درې باثباته اسعارو کې راغلې ده.

۲_د پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پر پاکستاني پوځیانو د «BLF» وسله‌والې ډلې د تېر ۲۰۲۴ کال د بریدونو راپور.

۲_د پاکستاني طالبانو غورځنګ خپلو ځواکونو ته په خطاب کې؛ دښمن داسې محاصره کړئ چې تېښتې ته اړ شي.

۳_عمران خان: پاکستان کوم قانون نه‌لري، یوه خاموشه او بې رحمه دکتاتوري پر هېواد حکومت کوي؛ ۲۰۲۵ د ریښتینې ازادۍ کال دی او دا جعلي او فاشېستي نظام به پای‌ته رسېږي.

۴_هند او ايران د چابهار بندر له لارې د افغانستان پر ملاتړ خبرې کړي.

۵_بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د شوي برید مسؤلیت (BLA) وسله‌والې ډلې په غاړه واخېست.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو رپورټر: په غزه کې روان حالت يواځې جنګي جنايت نه بلکې نسل وژنه ده.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_فایننشل ژورنال: د امریکا بانکي زېرمې له درې ټریلیون ډالرو څخه کمې شوې.

۲_د ترکیې د نظامي تولیداتو صادرات تېر ۲۰۲۴ کال کې ۷.۱ میلیارد ډالره وو.

۳_پولینډ د اروپایي اتحادیې د شوری دوره‌یي مشري پیل کړه.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version