ورځ او نېټه: يک شنبه ۱۴۴۶/۷/۱۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ سترې پروژې منظورې کړي.

۲_د افغانستان او بلاروس ترمنځ پر اړیکو خبرې شوي.

۳_د میدان‌وردګ په تنګي دره کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

۴_د روان ژمي له پیله د ګازنیونې په پېښو کې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

۵_هېواد ته راستانه شوي ډېری پنجشېري ځوانان په امارتي ادارو کې پر دندو ګمارل شوي.

۶_د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پايپ‌ لاين درې کيلومټره غځول شوی.

۷_د افغانستان له‌لارې د روسیې د ګازو د ټرانزیټ لپاره وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره شرایط چمتو شوي.

۸_د افغانستان او بلاروس د بهرنيو چارو وزارت مرستيالانو په سياسي همکاريو خبرې کړي.

۹_د افغانستان بانک: د هېواد پولي بازارونه دقيق څارو او د بيو د ثبات لپاره اړين ګامونه پورته کوو.

۱۰_د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران سپاه پاسداران په دغه هېواد کې د توغندیو د یوه نوي مرکز پرانیسته کړې.

۲_د شمالي وزیرستان يو مشهور وسله وال ګروپ د پاکستاني طالبانو له مشر سره بیعت کړی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د فلسطیني وسله‌والو د نن ورځې په بریدونو کې ۳۷ تنو اسرائیلي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_په غزه کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر د رسمي شمیرو په پرتله ۴۱ سلنه زیات دی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د سوریې استخباراتي ځواکونو د داعشيانو يوه ډله نيولې.

۲_اوکرایني ځواکونو د شمالي کوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي.

۳_فرانسه کې د ريل ګاډو ټکر پېښه کې شاوخوا ۳۰ کسان ټپيان شوي.

۴_احمد جاد المنصور: ډېر ژر به عملاً د مصر د اوسني حکومت پر ضد پاڅون پیل کړو.

۵_د اندونيزيا ولسمشر د هند د خفګان له امله پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی.

۶_د يمن د انصارالله لوړپوړی غړی سعودي ته: که غواړئ له یمن سره نوې جګړه کې ښکېل شئ، نو تاوان به یې تر پخوا زیات وي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version