ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۷/۲۶ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_مولوي محمد یعقوب مجاهد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

۲_په کابل کې بې ساری امن؛ د ايران د بهرنیو چارو وزیر په ډاډمن زړه په یو رسټورانټ کې خواړه وخوړل.

۳_د افغانستان د سړکونو او اوسپنیزو کرښو رغونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا.

۴_هېواد کې د ټاپي پروژې نلليکه شپږ کيلومټره غځول شوې.

۵_لوړو زده‌کړو وزارت: د پاکستان له سکالرشیپونو سره د اسلامي امارت د توافق خبرونه پروپاګنډ دي او هيڅ ډول حقیقت نه‌لري.

۶_مالیې وزارت: د تېرو لسو مياشتو پر مهال زرګونه موټر ثبت او محصول شوي.

۷_پاکستان کې د ګازو ټانکر چاودنه کې نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

۸_د خلکو ستونزو ته د رسېدنې چټک بهیر؛ تېرو لسو میاشتو کې څه باندې ۵۵۰۰ اورېدل شوي شکایتونه حل شوي.

۹_د هرات ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه پولیس له مسلکي او عقیدتي زده‌کړو فارغ شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د پاکستان د طالبانو غورځنګ ځواکونو د پشین ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د پاکستان د «FC» ځواک پر مرکز موټربم برید کړی او ترې وروسته یاد مرکز ته ننوتلي دي.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند موده تمدید شوه.

۲_ميليونونه بې کوره شوي فلسطیني وګړي خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version