ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۹/۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_ترکمنستان کې د افغانستان سفیر، ترکمن لوري سره د نفتو په برخه کې د لویو پروژو پر پراختیا خبرې کړي.

۲_ملګري ملتونه: افغانستان کې امنيتي پېښې د پام وړ راکمې شوي.

۳_د پاکستان د سند ايالت له زندانونو ١٢ تنه افغانان خوشې شوي او افغانستان ته رالېږدول شوي.

۴_مجاهد: افغان ښځې له رواني او فزيکي اړخه په خونديتوب کې ژوند کوي او سرپرست حکومت یې حقونو ته ژمن دی.

۵_په متحده عربي اماراتو کې ۳۷۰۰ بهرمېشتو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي.

۶_امنیتي ځواکونو په تخار، بغلان او پکتیا ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستاني طالبانو باجوړ کې د ماين پر مټ يو پوځي موټر له منځه وړی او پکې سپرو پنځو پوځيانو ته یې مرګ‌ ژوبله اړولې.

۲_د پاکستان د طالبانو غورځنګ: زموږ له لوري د شيخ امين الله د ترور په اړه خپره شوې اوازه د پاکستان د استخباراتي ادارو دسيسه ده.

۳_د ايران او ترکيې بهرنيو چارو وزيرانو له سوریې او فلسطين څخه د ملاتړ پر اړتيا ټينګار کړی.

۴_بلوڅ بېلتون پالو پر پاکستاني پوځیانو او د هغوی پر جاسوسانو په درې جلا بریدونو کې څلورو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

۵_پاکستاني طالبانو دېره اسماعيل خان ولايت کې د محلي پوليسو يو مهم غړی وژلی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_اسلامي هېوادونو د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره طرحه منظوره کړه.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_جرمني کې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په پناه‌ غوښتنو کې د پام وړ کموالی راغلی.

۲_الشباب غورځنګ سوماليا کې د حکومتي ملېشو په پوځي هډه بريد ترسره کړی.

۳_د کاناډا ټورنټو ښار په یوه نایټ کلب کې د ډزو په پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version