ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۹/۱۰ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_محتسبینو د روان کال په وروستۍ ربعه کې یواځې په کندهار ولایت کې د ۳۴ مېرمنو د اجباري نکاح مخنیوی کړی.

۲_شیخ عبدالباقي حقاني: د ازموينو ملي اداره د پرمختللو سېستمونو پر مټ د شفافې ازموينې له لارې اهل کسان مشخصوي او په دې برخه کې هېڅوک لاسوهنه نه شي کولای.

۳_روان کال له هېواده د څه باندې ۱۵ زره وحشي الوتونکو او ژويو د قاچاق مخه نيول شوې.

۴_اذربايجاني او قرغزي پانګوالو افغانستان کې د کانونو په برخه کې د معياري لابراتوار جوړولو ته چمتو والی ښودلی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستاني طالبانو په ځوابي برید کې ۱۴ تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

۲_کورمه کې پاکستاني طالبانو پوځ ته کمین ورکړی او څلور تنه یې ترې وژلي.

۳_پاکستان له اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخامخ دی؛ زرداري د پارلمان ګډې غونډې ته وینا کوي.

۴_پاکستاني طالبانو لکي مروت کې د یوه برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي.

۵_اوکرايني او امريکايي چارواکي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه غونډه کوي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د اسرائیلي رژیم په تازه بریدونو کې ۱۵ تنو فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_اسرائیلي رژیم پر غزې تړانګې برېښنا پرې کوي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د کاناډا لیبرال ګوند مارک کارني د دې هیواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه.

۲_د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو برید کې موګادیشو ته نږدې، د هریري عدلي ولسوالۍ ښاروال وژلی.

۳_د سوریې ګاونډيو هېوادونو په يوه امنيتي غونډه کې د ياد هېواد امنيت او ثبات ته د هر ډول ګواښ غندنه کړې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version