‏د نورستان ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ازادې بولۍ له لارې ۱۶۵ کیلو ګرامه بېروج پلورل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې له دغو پيسو ١٢ میلیونه افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته هم سپارل شوې دي.

ورته مهال د نورستان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت د برګ‌مټال ولسوالۍ له پیشورک کان څخه یو کیلو ګرامه یاقوت ډبره استخراج شوې او د بولۍ له لارې پر ۱۰۰ زره افغانیو پلورل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version