د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون په خپله نوبتي ناسته کې په هېواد کې دوو رسنیو فعالیتونه ځنډولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو رسنیو بیا بیا رسنیز اصول تر پښو لاندې کړي وو، چې له امله یې رسنیز فعالیت هم وځنډول شو.

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون غړي او د طلوع‌نیوز مشر ذبیح الله سادات ویلي، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون غونډه کې د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه، هغه دوه رسنۍ چې په تېرو کې یې څو ځلي اصول تر پښو لاندې کړي وو او بار بار دوی ته توصیې شوې وې او ورته ویل شوي وو چې اسلامي ارزښتونو، ملي گټو او ژورنالېستکي اصولو ته پابند و اوسي؛ خو متاسفانه چې هغوی د کمېسیون توصیو او اخطارونو ته پاملرنه ونه‌کړه.

د سادات په خبره، د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې د یادو رسنیو فعالیت به تر هغه وخته ځنډېدلی وي، چې دوسیې یې د محکمې له لوري نه وي فیصله شوي.

په خبرپاڼه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند خُبیب غفران له قوله ویل شوي، چې نور تلوېزون له مکررو توصيو او اخطارونو سربېره ژورناليستيکي اصول نه مراعاتول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومي، ژبني او سمتي تعصب ته یې لمن وهله او همدا رنگه د “بریا او نور تلوېزونونو د امتیاز خاوندان چې په هېواد کې نشته او په مسلسل ډول د نظام د تخریب لپاره پوچ تبلیغات کوي؛ نو د دغو موضوعاتو پر اساس پرېکړه وشوه چې د یادو رسنیو دوسيې محکمې ته راجع شي او تر هغه وخته یې نشرات وځنډول شي.

د غفران په خبره، اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د رسنیو د ملاتړ په موخه کار کوي، خو رسنۍ دې هم اسلامي ارزښتونه، ملي گټې او د رسنیو اصول په پام کې ونیسي.یادو تلوېزونونو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

نور تلوېزون د صلاح الدین رباني اړوند دی او بریا تلوېزون بیا د حزب اسلامي گوند د مشر گلبدین حکمتیار اړوند دی.

د یادو تلوېزونونو رسنیز فعالیت داسې مهال ځنډول کېږي، چې د دوو نیمو کلونو په تېرېدو لا هم د رسنیو قانون نه دی توشېح شوی او رسنیو ته سرې او زرغونې کرښې هم نه دي ښودل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version