د اوبو او برېښنا وزارت مسوولین وايي، سږ کال په پام کې لري چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۱۵۵ چکډیمونه جوړ کړي.

د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، پرو سږکال یې هم په ټول هېواد کې ۱۹۸ چکډیمونه جوړ کړي وو او اوس هم د ځینو چکډیمونو د جوړولو چارې روانې دي.

د عابد په خبره، یادو چکډیمونو ته ۴۲۰ مېلیونه افغانۍ بودیجه هم ځانگړې شوې ده، چې د حکومت له لوري ورکول کېږي.

دی وايي، د اوبو او برېښنا وزارت پرو سږکال د هېواد په کچه ۱۴۰ چکډیمونه په پلان کې لرل، چې له ډلې ۱۳۰ چکډیمونو قراردادونه شوي، ۵۰ چکډیمونه جوړ شوي او پر پاتې نورو کار روان دی.:«جوړ شوي چک‌ډیمونه په کابل، غزني، لوگر، بامیان، پروان او ننگرهار ولایتونو کې دي.»

د اوبو او برېښنا وزارت سربېره د کرنې وزارت هم وايي، چې سږ کال په پام کې لري چې د هېواد په ځینو سیمو کې چکډیمونه جوړ کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، پرو سږکال یې د ۴۱۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۸ چکډیمونه یې په روزگان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننگرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ کړي دي.

د اوبو چارو کارپوهان وايي، چک‌ډیمونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، د سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړېدو او د ځمکې د تخریب مخنیوي په موخه ښه ثابېدای شي.

د دوی په خبره، د اوبو مدیریت بېلابېلې کړنلارې او په بېلابېلو کچو تر سره کېدای شي، نو اوسمهال د افغانستان حکومت ته دا په کار ده چې خپلې هغه زېرمې چې حیاتي ارزښت لري، مدیریت کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version