د بي‌بي‌سي اردو څانګې موندلې چې پاکستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق په لوړه کچه ډېر شوی او د بلوچستان د وزیر اعلی سرفراز بګټي له قوله یې لیکلي، چې روان کال په دغه ایالت کې پر ۳۶ زره او ۱۰۹ جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

سرچینې وړاندې د ژورنالیست او شنونکي سلیم شاهد له قوله زیاته کړې، چې پخوا افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو د کښت تر ټولو لوی مرکز و؛ خو پر افغانستان د افغان حکومت له بیا واکمنېدو او د نشه يي توکو د کښت او کاروبار پر وړاندې له جدي مبارزې وروسته له دې کار سره تړلو خلکو بلوچستان ته مخه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې کښت ګټه ډېره زیاته ده او په خبره یې په ځینو سیمو کې خلکو له خپلو ځمکو لوړ دېوالونه تاو کړي، څو یې حکومت د کوکنارو فصلونه ونه ویني.

د بي‌بي‌سي اردو څانګې په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز د مخه، په ټوله نړۍ کې د مصرف شويو اپیمو ۸۰ سلنه په افغانستان کې تولیدېدل؛ خو د ملګرو ملتونو نشه يي توکو او جرایمو ضد ادارې راپور له مخې، افغانستان کې د اپیمو تولید اوس ۹۵ سلنه کم شوی دی.

ياده دې وي، چې تر دې څو اوونۍ وړاندې ګڼ شمېر رسنیو د سپوږمکۍ انځورونو له مخې راپور ورکړی و، چې پاکستان په نړۍيواله کچه د نشه‌یي توکو د کرکيلې او تولید په تر ټولو ستر مرکز بدل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version