د مالیې وزارت وايي، د نیمرزو په گمرک کې له ملايي(قیماق) څخه بار په یو یخچالي موتر کې د برېښنايي سیستم د شارټۍ له امله اور لگېدلی و، چې د گمرک او اړوند کارکوونکو له لوري یې پر وخت مخه نیول شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه اورلگېدنه کې د نورو سوداگرو سوداگریزو توکو ته زیان نه دی اوښتی او یوازې په یاد یخچالي موټر کې یوه اندازه بار توکي پکې سوځول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په تېرو دوه نیم کلونو کې د هېواد گمرکونو ته ځانگړې پاملرنه شوې او په ټولو گمرکونو کې اړین وسایل او د اور وژنې تجهیزات لگول شوي، چې د بېړنیو پېښو په مخنیوي کې ورڅخه پر وخت کار اخیستل کېږي.

د نیمروز گمرک د هېواد له مهمو گمرکونو څخه گڼل کېږي، چې له گڼو هېوادونو ورته سوداگریز توکي افغانستان ته راوړل کېږي او له همدې لارې گڼ توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version