د ملي دفاع وزارت وايي، په ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو کې ۵۳ عرادې بېلابېل پوځي وسايط بېرته ترمیم شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن عمر (رض) لومړۍ پلې لواء د جگړه‌ييزو تاميناتو پينځم کنډک د ترميم ټولي مسلکي پرسونل له لوري په تېره يوه مياشت کې ۵۳ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسايط ترميم او گټې‌اخیستنې ته چمتو شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو ترمیم شوو وسایطو کې رنجر، هاموې امبولانسونه، ټانگونه، انټرنېشنل او کرينگ شامل وو.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په ټولو قول اردو او لواءگانو کې یې تر دې مهاله زرگونه وسایط بېرته ترمیم کړي دي، چې اوسمهال د ملي اردو په واک کې ورکړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سربېره د کورنیو چارو وزارت له لوري هم گڼ پوځي وسایط بېرته ترمیم شوي دي، چې اوسمهال د پولیسو په واک کې ورکړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version