د هرات په نوم امنیتي کنفرانس تېره ورځ د هسپانیې په پلازمېنه مادرېد کې پیل شو. په دې کنفرانس کې هم د پرځېدلي جمهوریت څو چارواکي او دغه راز د ځینو بهرنیو هېوادونو او استخباراتي ادارو استازي راټول شوي وو. دغه کنفرانس هم د نورو هغو په څېر د پرځېدلي جمهوریت د ډېرو چارواکو او همدا راز نورو مخالفو ډلو ټپلو له خوا تحریم شوی دی. د دوی د تحریم علت هم د شخصي او ګوندي ګټو پر سر خپل منځي اختلافات وو.

ځینو یې هلته د بیرغ پر سر اختلاف درلود، ځینو یې د څوکۍ، ځینو یې د سرود او سندرې او ځنیو نورو هم د خپل تحریم لپاره بېلابېل دلایل یاد کړي. د پرځېدلي جمهوریت د دفاع پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل بیا په دې ناسته کې د نه ګډون علت د سرود او نورو مسایلو پر سر اختلاف یاد کړی، خو نوموړی ځینو نورو مخالفو کسانو له دې کبله پړ بللی، چې ده د خپل واک پر مهال په ننګرهار کې له پاکستاني اړخ سره پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم پر سر معامله کړې وه. دا کنفرانس د ډېرو سترو اختلافاتو تر سیوري لاندې تېره ورځ د یو څو محدودو کسانو چې په دې ډله کې د پاکستاني استخباراتي ادارې (آی ایس آی) مشر (اسد درانی) هم شامل دی، پیل شو.

د دې غونډې ګډونوالو تر ډېره هڅه وکړه، چې د افغانستان وضعیت ناسم او نا امن وښيي او په دې ډول د نورې نړۍ توجه ور جلب کړي. ترڅنګ یې دوی په دې ناسته کې د داعش په نوم ډلې ته چې له افغانستان دباندې تر ډېره د نورو هېوادونو تر کنټرول لاندې سیمو کې مېشت ده، په پراخه کچه کمپاین وکړ او داسې یې وښوده، چې ګواکې دا ډله په ګاونډیو هېوادونو کې نه، بلکې په افغانستان کې مېشت ده او نړۍ تهدیدوي. په دې غونډه کې د پرځېدلي جمهوریت د بهرنیو چارو پخواني وزیر سپنتا او د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل خبرې د توجه وړ وې، ځکه دوی هلته تر ډېره د پاکستان په نیابت خبرې کولې.

د هرات په نوم امنیتي کنفرانس هم په بهر کې د نورو ناستو په څېر یو نمایشي، فرمایشي او بهرنیو اړخونو او استخباراتي ادارو تر مستقیم اثر او رسوخ لاندې نوښت دی. په دې کنفرانس کې هم دا هڅه وشوه، چې ټولې بهر مېشتې مخالفې ډلې یا لږ تر لږه د دوی لویه برخه پکې راټوله شي، خو د دوی ترمنځ ژورو درزونو، شخصي سلیقو او ګټو او همدا راز نورو ټکرونو دوی دې ته پرېنښودل چې آن په بهرني ملاتړ او هڅونې هم سره راټول شي.

دا کنفرانس له نورو دا ډول ناستو سره په څو لحاظه توپیر لري؛ لومړی دلیل یې دا دی، چې په دې کنفرانس کې دا هڅه کېدل چې بهرنيو هېوادونو، استخباراتي ادارو، جنګي او جنايي ډلو ټپلو ته وښيي چې ګواکې د افغانستان وضعیت ناسم دی، نو که د دوی ملاتړ وکړی هرڅه به سم شي.

دوهم توپیر پکې دا و، چې دا ناسته په ښکاره توګه له پاکستان سره د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو په ګډه همغږۍ او همکارۍ جوړه شوې وه. دې څهرو تېرې نږدې دوه لسیزې خلکو ته په دې دوکه ورکړه وه چې ګواکې د دوی د پاکستان خلاف دي، خو له دې ناستې د دوی اصلي څهرې او تېرې معاملې را بربنډې شوې او د دوی هغه کاذب شعارونه او دعوې باطلې شوې. دوی هغه مهال د واک د بقاء لپاره پر پاکستان ډیورنډ فرضي کرښه په پټه وپلورله او د یوې معاملې په پایله کې یې دوی ته اجازه ورکړه چې پر دې کرښې اغزن سیم وغځوي. بله خبره دا ده چې دا ډلې نورې نړۍ ته د امتیاز منلو په څنګ کې پاکستان ته هم دا ډاډ ورکوي چې که بیا یې واک ته ورسوي، نو په افغانستان کې به یې ټولې شومې موخې او پلانونه عملي کوي. په دې ناسته کې ولس ته یو ښکاره پیغام او درس شته او هغه د تېرو چارواکو غداري، فرېب، مرموزې څهرې او په راتلونکي کې، د دوی په شتون کې د پاکستان د ګټو خوندیتوب او د شومو پلانونو عملي کېدل دي.

د هرات امنیتي کنفرانس څو خبرې له ځان سره لري. لومړۍ دا ده، چې په بهر کې مېشتې ډلې ټپلې یوازې افغانستان ته د جګړې د راوړلو په لټه کې دي، همدې ته کمپاینونه کوي، غواړي افغانستان بیا وران کړي، بیا دلته د غرب ګټې خوندي او شوم پلانونه یې عملي کړي، غواړي دلته بیا پاکستان دخیل کړي او دا ځل د ډیورنډ فرضي کرښې رسمي قباله ورکړي. بله خبره دا چې دوی په دومره خپل منځي اختلافاتو کې ډوب دي، چې که په افغانستان کې د بیا واکمنۍ زمینه ورته مساعده شي، نو دا هېواد به له شک پرته چې د خپل منځي جګړو په ډګر بدلوي، دلته به بیا هرې خواته وینې بهوي، په افغانستان کې به د قومونو ترمنځ تفرقې اچوي او بلاخره به افغانستان د پردیو د نیابتي جګړو په ډګر بدلوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version