د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، غزه کې د شدیدې یخنۍ له امله درې ماشومان شهیدان شوي او درې تنه نور د یخنۍ له امله په ناوړه روغتیایي وضعیت کې قرار لري.
سرچینې په غزه کې د اصدقاء المریض خیریه رغتون د مدیر، سعید صلاح په حواله ویلي، غزه کې د یخنۍ وهلو ماشومانو عمرونه له یوې تر درې ورځو پورې دي.
د یادونې وړ ده چې، پر غزې ښار د صهیونیستي رژیم د ځمکنیو او هوایي بریدونو له امله، د دغه ښار ډېره برخه ودانۍ په نسبي او یا هم په بشپړ ډول ویجاړې شوي، چې له امله یې په یاد ښار کې د خلکو ژوند له خورا ډېرو ننګونو سره مخامخ شوی.