د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، ډېر ژر به د دغه ولایت اوبۍ او پښتونزرغون ولسوالۍ د هرات برښنا له عمومي شبکې سره ونښلول شي.
د برښنا له عمومي شبکې سره د دغو دوو ولسوالیو د نښلولو تخنیکي چارې وروستي پړاوونو ته رسېدلې او له بشپړېدو سره به یې د لرو پرتو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي برښنا ته لاسرسی پیدا کړي.
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر زیاتوي، چې له دې پړاو وروسته به د خصوصي سکتور په همکارۍ د ولسوالیو له مرکزونو څخه تر کلیو پورې د شبکې د غځولو لړۍ هم پیل شي.
