د هرات ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر روغتیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د چارواکو په خبره، دې پروژو کې د عمومي داخلې څانګې رغول، د بېړني څار څانګې پراخول او د لېزري عملیاتو دستګاه شاملې دي.

‏ورته مهال د هرات والي، شیخ مولانا اسلام‌جار د یادو پروژو د پرانېستلو پر مهال روغتیایي مسئولینو ته سپارښتنه کړې څو له ناروغانو سره ښه چلند وکړي.

‏ نوموړي د روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو له هڅو مننه کړې او د روغتیایي خدماتو د لا پرمختګ لپاره یې د سیمه‌ییزې ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version