‏د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات-خواف وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز چارې د څه‌ باندې ۵۴ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.

خبرپاڼه کې د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار له قوله راغلي، چې د هرات-خواف ریل پټلۍ څلورمې قطعې د دویم فاز چارو بشپړېدل به افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې له ایران او اروپا سره ونښلوي.

ښاغلي اسلام‌جار ټینګار کړی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د صادراتو او وارداتو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او ترانزیټي لګښتونه به د پام وړ کم شي.

ورته مهال د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده ویلي، چې دغه پروژه له داخلي بودیجې تمویل کیږي.

د یادونې وړ ده ، چې د دغې پروژې چارې به د ۵۴ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۴۷ کیلو مترو په اوږدوالي په ۳۵ میاشتو کې بشپړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version