‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، اسلامي هېوادونه باید د صهیونیستي رژيم پر وړاندې متحد، جدي او معنا لرونکی دریځ خپل کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې د قطر پر خاوره د صهیونیستي رژیم وروستي برید په کلکو ټکو غندلی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان ولس او حکومت په دې حساسو شرایطو کې د قطر دولت او ملت ترڅنګ ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له نږدې دوه کالو راهیسې په غزه کې د پرله‌پسې نسل‌وژنې ترڅنګ، په دوحه کې د فلسطین پر مذاکراتي پلاوي د صهیونیستي رژيم برید د نړیوالو قوانینو او ارزښتونو ښکاره نقض او له ټولو حدودو څخه تېری دی.

ورته مهال دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي، د افغانستان اسلامي امارت له خوا د دې برید د غندنې او د قطر په ملاتړ د دریځ له امله مننه کړې او دغه اقدام یې د ورورګلوۍ ښکاره نښه بللې ده.‏

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د امریکا په شین څراغ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ په دفتر برید وکړ، چې له امله یې پنځه کسان شهیدان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version