هغه خونړۍ ننداره چې نن د ډيورنډ پر فرضي او تحمیلي کرښه د وسلوالو نښتو په بڼه راڅرګندېږي، یوازې یو ساده سرحدي جنجال نه دی؛ بلکې دا د پردې تر شا د یوې لويې نړیوالې توطیې او ستراتیژیکې لوبې تسلسل دی. پاکستان چې په اصل کې د برېتانیا د استعماري میراث په توګه د “اسلام” تر نامه لاندې، خو د “استعمار” د بقا لپاره رامنځته شو، نن یو ځل بیا د کفري نړۍ د هغو ګټو نګهبان دی چې په سیمه کې د یو سوچه او مقتدر اسلامي نظام له بریا سره له ګواښ سره مخ دي.

د دې روانې جګړې څو ابعاد موږ په لاندې ټکو کې په لنډه توګه روښانه کوو:

۱. د پاکستان پوځ؛ د غربي ګټو اجیر ساتونکی:
که تاریخي شالید ته ځیر شو، د پاکستان پوځي جوړښت او د هغوی د جنرالانو فکري روزنه د لوېدیځو (برېتانیا او امریکا) په استخباراتي او پوځي اکاډمیو کې شوې ده. کله چې په افغانستان کې د اشغال ټغر ټول شو او یو سرلوړی، آزاد او خودمختاره اسلامي حاکمیت رامنځته شو، دا د کفر نړیوال استکبار ته یو کلک ستراتیژیک ګذار و. له همدې امله، پاکستاني پوځي رژيم او اسټبلېشمنټ د کفري اشغالګرو د ځای ناستي په توګه دنده واخیسته ترڅو د اسلامي امارت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
• فکري انحراف: پاکستان هڅه کوي دا جګړه د “امنیت” په جامه کې پټه کړي، خو اصلي هدف یې دا دی چې د افغانستان اسلامي نظام په داخلي او سرحدي جنجالونو کې دومره ښکېل وساتي، چې د تمدن جوړونې او اسلامي اقتدار د بیا راژوندي کولو فرصت ونه لري. دا هغه اجنډا ده چې امریکایي بادارانو خپلو وفاداره جنرالانو ته سپارلې ده.
• د کفر خوښول: دا نښتې د دې لپاره دي چې نړۍ ته “افغانستان د سیمې لپاره ګواښ” وښودل شي. دا په اصل کې د CIA او MI6 هغه شیطاني طرحه ده چې پاکستان یې په بشپړ اخلاص پلې کوي، ترڅو خپل باداران راضي او د خپلې وفاداري ثبوت وړاندې کړي.

۲. اقتصادي محاصره او د واخان دهلېز وېره:
پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان د یو “باج ورکوونکي” او محتاج هېواد په توګه وساتي. اوس چې افغانستان د خپلو طبعي زېرمو او نویو ټرانزیټي لارو (لکه له چین سره د واخان مستقیمه لاره) په لور کوټلي ګامونه اخلي، دا د پاکستان او د هغوی د ملاتړو لپاره د زغم وړ نه ده.
• ستراتیژیک ارزښت: که افغانستان له چین سره مستقیم وصل شي، د پاکستان د “کراچۍ بندر” انحصار ماتېږي او د افغانستان پر اقتصاد د دوی ناروا کنټرول پای ته رسېږي.
• استعماري ګټې: غرب هېڅکله نه غواړي یو داسې اسلامي هېواد چې د دوی تر جغ لاندې نه وي، په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي. ځکه خو پاکستان ته دنده ورکړل شوې چې د لارو تړلو او سرحدي نښتو له لارې افغانان له لوږې او بحران سره مخ وساتي.

۳. د اسلامي امت د وېشلو دسیسه:
که دیني لیدلوري ته وګورو، نو څرګندېږي چې د مسلمانانو ترمنځ پولې د استعمار شومې زېږنده دي. پاکستان چې یوازې د “اسلامي جمهوریت” نوم د مخکتنې لپاره کاروي، په عمل کې د مسلمانانو ترمنځ د نفاق تخم شیندي.
• د مسلمان په لاس د مسلمان وژل: دا د کفري نړۍ تر ټولو ارزانه جګړه ده. هغوی پاکستان ته وسلې او ډالر ورکوي ترڅو د هغې سپېڅلې خاورې پر وړاندې یې وکاروي چې د کفر د شیطاني غوښتنو مخه نیسي.
• د نفاق اغزن تار: د ډیورنډ فرضي کرښه یوازې د خاورې وېش نه دی، بلکې د یو ملت د وروڼو ترمنځ د بېلتون توره ده. پاکستان د دې پر ځای چې دا کرښه د اخوت او ورورۍ په لور یوسي، د کفر په اشاره یې د باروتو او اغزن تار په واسطه په یو خونړي ډګر بدله کړې ده.

پایله او فکري مسیر:
موږ باید په دې حقیقت پوه شو چې پاکستان د خپلواکې پرېکړې واک نه لري؛ د هغوی اقتصاد د نړیوال بانک (IMF) په منګولو کې دی او نظامي ماشین یې د پنټاګون په قومانده چلېږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې یوازې د دوو ګاونډیو جنجال نه دی، بلکې دا د حق او باطل د معاصرې مبارزې یو حساس پړاو دی.

پاکستان د کفري نړۍ د هغه “طلایي زنځیر” په څېر دی چې غواړي د افغانستان اسلامي امارت مهار کړي. خو تاریخ ثابته کړې چې هر هغه څوک چې د کفر په ملاتړ د حق د لارویانو مخې ته درېدلي، په پای کې د ذلت او ماتې له کندې سره مخ شوي دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version