شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نړیوال خوند انسټیټیوټ د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د ارزونو پایلې اعلان کړې او په هغې کې یې د هرات زعفران د لسم ځل لپاره د «غوره خوند» د ګټونکي په توګه نومولي دي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې زعفران د کوکنارو د یوه مهم بدیل په توګه پېژندل شوی او زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول په هرات کې، د زعفرانو د کر، تولید او صادراتو له لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. تر دې مخکې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، چې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت څخه څه باندې ۲۲ ټنه زعفران، د نږدې ۳۰ میلیونه او ۳۵ زره ډالرو په ارزښت، نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.