د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې تېر کال د افغانستان لپاره د ښه امنیت او اقتصادي ودې له پلوه د تېرو پنځو لسیزو په پرتله بې‌ساری و.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټول هېواد په کچه بشپړ امنیت ټینګ شو، اداري فساد په عملي ډول مهار شو، اقتصادي ثبات رامنځته او ملي عواید زیات شول.

د ښاغلي تکل په خبره، د هېواد پر ځان‌بساینې تمرکز پیاوړی، د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو بهیر چټک او د سیمه‌ییزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو پراختیا ته زمینه برابره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ويلي، چې ا.ا وتوانېد له سیمې او نړۍ سره ډيپلوټیکې اړېکې وغوړوي، پر هېواد حاکمیت، ملي ګټې او سیاسي ثبات خوندي کړي او افغانستان د مثبت بدلون پر لور رهبري کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version