د هرات ولايت مقام رسنيز دفتر ويلي، چې د دې ولايت والي د ټاپي پروژې له عمومي رییس محمد مراد امانوف سره په لیدنه کې هرات ښار ته د ټاپي ګازو نللیکې د رسېدو او له هغه ځایه صنعتي ښارګوټي ته د غځولو پر چمتووالي خبرې کړې دي.
د هرات والي هرات ښار ته د دې پروژې د نللیکې رسېدل مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې دا د ټاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی.
له دې وړاندې، د افغانستان او ترکمنستان تخنیکي پلاوو هرات ښار، صنعتي پارکونو، استوګنیزو سیمو او دولتي ادارو ته د ګازو د وېش د شبکې د جوړولو او غځولو پر څرنګوالي هم خبرې کړې وې.
د چارواکو په وینا، د دې شبکې په بشپړېدو سره به په هرات کې د صنعتي او ښاري برخو لپاره د طبیعي ګازو د رسولو زمینه نوره هم برابره شي.


