د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز په تنګي کې د وروستیو پوځي نښتو او کړکېچ له زیاتېدو سره، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د نړۍ د تېلو د بیې مهم نړیوال معیار برنټ خام تېل (Brent Crude) د دوشنبې په ورځ له ۴ سلنې څخه ډېر لوړ شول. راپور زیاتوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د هرمز تنګي پر سر د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ او د دواړو لورو د بریدونو له امله د نړیوالې انرژۍ بازار د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړیوالو نفتو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي. شنونکي خبرداری ورکوي، که په دې مهم مسیر کې کړکېچ دوام وکړي، د تېلو بیې ښايي لا هم لوړې شي او پر نړیوال اقتصاد به پراخ اغېز وکړي.


