رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې قطر ته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر او د قطر له امير سره د يو لړ تړونونو د لاسليک کولو له منځه يو مهم تړون د قطر د هوايي شرکت له لوري د الوتکو جوړولو امريکايي شرکت بوئينګ‌ ته د ۹۶ ميليارده ډالرو په ارزښت د ۲۱۰ بوئينګ‌ ۷۸۷ الوتکو د جوړولو فرمايش ورکول وو.

سرچينه وايي، ياد قرارداد د الوتکو جوړولو د امريکايي شرکت بوئينګ په تاريخ کې تر ټولو ستر او ارزښتمن قرارداد ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې ټرمپ په لومړيو څرګندونو کې د الوتکو شمېر ۱۶۰ اعلان کړی وو خو وروسته بيا سپينې ماڼۍ په خپل وضاحت کې ياد شمېر ۲۱۰ وښوده.

ټرمپ له ریاض وروسته قطر ته تللی او له هغه ځايه به متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او دا سفرونه تر ډېره د «اقتصادي مسایلو» پر محور متمرکز بلل شوي دي.

تر دې وړاندې ټرمپ په سعودي عربستان کې لږ تر لږه د ۶۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې تړونونه لاسلیک کړل، چې یوه لويه برخه‌ یې د نږدې ۱۴۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور تر ټولو لوی قرارداد و.

همداراز، ټرمپ د سعودي عربستان په سفر کې پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل او د سوریې له ولسمشر احمد الشرع، سره یې هم لیدنه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version