د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د غربي اسیا د کړکېچ په اړه یوې ټول‌ ګونديزې غونډه کې ویلي، چې هند په نړیوال سیاست کې د «دلال هېواد» په حیث رول نه شي لوبولی.

شنکر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د دغه هېواد اپوزیسیون د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو اترو کې د پاکستان د منځګړيتوب ادعاو ته اشاره وکړه.

شنکر وویل چې د یوې واسطې (دلال) په توګه د پاکستان رول نوې خبره نه ده او دا له ۱۹۸۱ کال راهیسې دوام لري. په خبره یې واشنګټن له کلونو راهیسې له تهران سره د اړیکو ساتلو لپاره له اسلام‌ اباد څخه د یوې وسیلې په توګه کاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version