نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې فرانسوي پولیسو د دغه هېواد په سویل ختیځ کې څلور تنه چین ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
نیول شوي څلور واړه د چین اتباع دي او دا مهال د جاسوسۍ په تور تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
راپور وایي، یادو کسانو هڅه کوله د یوې سپوږمکۍ په مرسته حساس پوځي معلومات راټول او چین ته یې واستوي.
د چین حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.
