د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن شنبه د جوزا ۱۹ مه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د اورښتونو، سېلابونو، تالندې برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

خبرپاڼه زیاته شوې، چې په لویدیځو او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د بادونو، دوړو او خارو د پېښېدو اټکل هم شته، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره وي.

د ثور میاشتې را پدیخوا په یو شمېر ولایتونو کې دسختو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي و، چې په بغلان، بدخشان، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې خلکو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه اړولي و.

د تېرو اورښتونو او سیلابونو تر ټول زیات زیان د بغلان ولایت اوسېدونکو ته رسېدلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version