د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو ولایتونو کې بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، پنجشېر، بغلان، زابل او ارزګان شامل دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د اورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو وي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني زیانونه هم اړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version