‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د دې ادارې د عمومي ئیس عبدالقاهر «حاجي ادریس» له لوري هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خدمتونو د چټکتیا په موخه بلخ کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شوی.

ښاغلي حاجي ادریس د دې مرکز د پرانیستې مراسمو کې ویلي چې هېواد کې یې د کاغذي بیروکراسۍ د له منځه وړلو او په ډیجیټلي بڼه د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د آسان خدمت مرکزونه پرانیستي، چې په لنډ وخت کې هېوادوالو ته تر یو چتر لاندې د ګڼو عامه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، چې له هېواده بهر خپلو خلکو ته د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز فعال دی او ډېر ژر به ایران کې هم د آسان خدمت مرکز پرانیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې څو ورځې وړاندې ننګرهار ولایت کې هم خلکو ته د سهولت په موخه د اسان خدمت یو مرکز پرانیستی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version